IQNA

ایران باید د نړیوالې  ایټمی موافقې له اقتصادی ګټو برخمن شي

16:31 - December 27, 2021
د خبر لمبر: 3485185
تهران(ایکنا) - ایران د بهرنیو چارو وزیر ټينګار وکړ چي د ایران تیل باید په اسانه او له کوم خنډ پرته خرڅ شي او ایران د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې له اقتصادي ګټو څخه په بشپړه توګه ګټه پورته کړي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیرعبداللهیان» د ایران د بهرنیو اړیکو د تاریخ د پنځم کنفرانس په څنډېکې د ویانا په مذاکراتو کې د مقابل لوري د ژمنو له عملي کېدو څخه د ډاډمنېدا په ضرورت باندې په تاکېد سره، وویل: د تر سره شویو خبرو اترو له مخې د مذاکراتو نوی پړاو د یو نوی سند په چورلیز به تر سره شي او د مقابل لوري راستي ازموینه او تضمین په روانو مذاکراتو کې د ایران لپاره ډېر اهمیت لري.

هغه زیاته کړه: تر ټولو مهمه مساله دا ده چي د ایران تېل په اسانۍ سره او له کوم خنډ پرته خرڅ شي او پیسې یې د خارجي اسعارو په بڼه د ایران د مرکزي بانک اکاونټ ته واچول شي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i110244

captcha